واشنګټن 04 اکتوبر (اے پي پي)د امريكې خارجه وزير رېکس ټېلرسن ??ئي??ي دي د پاکستان او امریکې اړيكې ډېرې مهمې ??ي٬ پاكستان كښې سياسي استحكام غواړو۔ ده دا خبرې د شورو په ورځ واشنګټن كښې د پاكستان خپل همڅنګ خواجه آصف سره د ملاقات نه پس ميډيا سره په خبرو كښې وكړې۔ د دې نه وړاندې د پاکستان خارجه وزیر خواجه محمد آصف او رېكس ټېلرسن ترم??نځ?? د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو ٬ افغانستان او د منطقې په صورتحال خبرې اترې وشوې۔ په دې موقع امريكا كښې د پاكستان سفير اعزاز چوهدري او د پاكستان سفارت دوهم چيف آف مشن هم موجود وٶ۔ د دې نه پس د امريكې خارجه وزير رېكس ټېلرسن ميډيا سره په خبرو كښې و??ئي?? د پاکستان او امریکې اړيكې ډېرې مهمې ??ي٬ امريكا پاكستان كښې سياسي استحكام غواړي ٬ منطقه كښې پائيدار امن او استحكام لپاره پاكستان مهم كردار لوبوي۔۔ ده و??ئي?? دواړه هېوادونه په بېلا بېلو څانګو كښې مستحكمې ??ړيكې لري۔ د امريكې خارجه وزير و??ئي?? مونږ د شمالي كوريا په معامله اسلامي هېوادونو سره د مرستې خوښي لرو۔ د پاكستان او امريكې د اړيكو د پوښتنې په ځواب رېكس ټېلرسن و??ئي?? د دواړو هېوادونو اړيكې يوازې د افغانستان په نتاظر كښې نه دي٬ مونږ سره شريكې اړيكې مستحكم كولو لپاره دا مهمه موقع ده۔ خارجه وزير ټېلرسن و??ئي?? پاكستان ته پېښې ګڼ شمېر ستونزې د دواړو هېوادونو شريكې دي٬ په دې مسئلو قابو موندلو لپاره مونږ له په هره څانګه كښې لا كار كولو ته اړتيا ده