اسلام آباد 23 اکتوبر (اے پی پی) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئېلي دي مونږ باور لرو ??ې د خپلې مودې ترسره كولو په مهال يعني په كال 2018 كښې به د 2013 په مقابل كښې بهتر پاكستان پرېږدو٬هيله ده چې په 2018 كښې به مونږ مسلم ليګ(ن)بيا ټول ټاكنو كښې برې ترلاسه كړو٬مونږ غواړو چې څوك هم اقتدار له راشي هغوي ته يو بهتر پاكستان پاتې وي٬د حكومت د كاركردګۍ ښه قاضي د پاكستان اولس دے او د دغې پريكړه په پولنګ سټېشن كېږي٬په 1993 كښې كه د نواز حكومت غېر مستحكم شوے نه ؤ او خپله موده ??ې ترسره كړې وه ??و نن به د هېواد د پرمختګ شرح ډېره ښه وه٬د حكومت په څلورو كلونو كښې پرمختګ تر نظره كېږي٬زمونږ دعوی ده چې څومره كار مونږ پھ څلورو كالو كښې كړی دومره په پنځلسو كلونو كښې نه دې شوې٬دا پريكړه به تاريخ كوي٬د نواز شريف په ضد پريكړه اولس قبوله نه كړه ٬ د هغه د حكومت نه پس په معيشت آغېز پريوتے٬نه زه وړاندې د وزيراعظمۍ اميدوار ووم او نه مې خواهش لرلو٬دا د ګوند پريكړه وه٬زه به هڅه كوم چې د خپلې تجربې ترمخه د نوازشريف پالېسۍ مخ په وړاندې بوځم او مسائل حل كړم٬د كابينې د ملګرو سره د 30 كلونو ملګرتيا لرم٬ځكه كوم مشكل سره نه مخ كېږم۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ور?? د پي ټي وي پروګرام كښې وكړه۔ده ??وئيل زمونږ اهداف د ټېكس جال پراخا كول دي او دا زمونږ او د ټولو سياسي ګوندونو د منشور برخه هم ده دغسې مونږ د تعليم او د روغتيا څانګو ته هم پام لرنه كوو۔ده ??وئيل د وزيراعظم په توګه ذمه وارۍ د وفاقي وزير نه مختلفې وي٬وفاقي وزير يوازې د يوې محكمې ذمه وار وي او وزيراعظم د كورنيو سره بهرنۍ ذمه وارۍ هم ترسره كوي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ??وئيل په مسلم ليګ(ن)كښې د اختلافاتو خبرې ډنډورې او د ور??پاڼو ښكلا ده دا د حقيقت سره هېڅ تعلق نه لري۔ ده ??وئېل اختلاف رائے د جمهوريت او د سياسي ګوندونو حسن دے خو د اكثريت پريكړه ختمي وي٬ده ??وئيل په ټولو غونډو كښې په دې خبره سلا راغلې چې د ګوند مشر به نواز شريف وي۔د رياض حسېن پيرزاده رائے د هغه حق دے مونږ يې احترام كوو خو هغه له په جنرل كونسل كښې خبره كول پكار وو۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ??وئيل اوسني حكومت داسې كارونه كړي د كومو اثرات به چې تر راروانو پنځلسو كلونو محسوسېږي۔ده ??وئيل كه زه هره اونۍ د يوې پروژې پرانسته وكړم نو بيا به هم تر جون منصوبې ختمې نشي۔ده ??وئيل مونږ ببشپړ باور لرو ??ې د خپلې مودې ترسره كولو په مهال يعني په كال 2018 كښې به د 2013 په مقابل كښې ښه پاكستان پرېږدو او هيله ده چې په 2018 كښې به هم مسلم ليګ(ن)په ټول ټاكنو كښې برې ترلاسه كوي۔ده ??وئيل اوسنې اسمبلۍ به خپله موده ??ه څلورم جون 2018 ترسره كوي او د دغې نه پس به 60 ور??و كښې ټول ټاكنې كېږي٬مونږ به د كاركردګۍ په بنياد او مخالفه ډله به د تنقيد په بنياد اولس ته وړاندې كېږي ٬ د يوې پوښتنې پھ ځواب ده ??وئيل زه 100 فيصده باور لرم چې نه يوازې د سېنېټ بلكې ټول ټاكنې به هم په خپل وخت كېږي او چې څوك دا وائي چې ح??ومت به خپله موده ??ه ترسره كوي زه په هغوي شك لرم۔ده ??وئيل جمهوريت هر وخت چېنلجونو سره مخه وي د دغې مقابله كول زمونږ ذمه واري ده۔ ده ??وئيل زه د تېرو 7 پارلیمانونو برخه پاتې شوې يم په كومو كښې چې يوې اسمبلۍ خپله موده ترسره كړې۔وزيراعظم ووئېل د جمهوريت ښه والې په دې كښې دے چې اسمبلۍ خپله موده ترسره كړي او بيا اولس پرېكړه وكړي۔ مسلم ليګ ن كښې د اختلافاتو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ده ??وئيل دا بې بنسټھ خبرې دي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ??وئيل پاک چین اقتصادی راهداری منصوبه حقيقت كښی يو داسې ګېم چېنجر دے چې ګټه به ئې تر پېړو پاكستان ته رسي ۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ??وئيل مونږ د ترهګرۍ په ضد جنګ د خپلو وسائلو په بنياد كړې۔ مونږ كله هم د دې معاوضه چا څخه نه ده غوښتې۔ سباؤن كښې به هم دا جنګ كوؤ۔ ده ??وئيل افغانستان كښې ترهګرو ??خه پاكستان ته خطر دے۔ پاكستان افغانستان كښې امن غواړي۔ پاكستان د 30 لكهه افغان كډوالو كوربتوب د تېرو ??و لسيزو څخه كوي۔ ده ??وئيل امريكا سره خبرې اترې ټول عمري په صحيح لوري وې۔ مونږ د ترهګرۍ ناسور مقابله كړې او د دې په ضد مو كاميابۍ ترلاسه كړي۔ده ??وئېل په داسې حالاتو كښی مونږ دا ګڼو چې د ډومور غوښتنې ګنجائش نشته او نه مونږ دا غوښتنه اورېدلې۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده ??وئيل د هند د ناپاكه عزم د مقابلې بشپړ صلاحيت لرو۔ د ترهګرۍ په ضد تر ټولو لوئے جنګ پاك پوځ كړے۔ ده ??وئيل هند د كشمير د آزادۍ هڅې له مينځھ وړولو له هره حربه كاروي۔ د پاکستان او هند ترمينځھ د ټولو مسئلو حل د مذكاراتو د لارې ممكن دے او دواړه اتومي هېوادونه دي۔۔ ده ??وئيل د كشميري اولس هڅې ترهګرۍ سره هېڅ تعلق نه لري پاكستان به د دوئي ملاتړ روان ساتي۔ ده ??وئيل مونږ د برابرۍ په كچه او د كشمير مسئلې تر مخه خبرو كولو ته چمتو يو۔ ده ??وئيل د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې مونږ كاميابۍ ترلاسه كړي ۔ مونږ ترهګري ختمه كړې ۔ شاهد خاقان عباسي ووئيل مونږ چې كله اقتدار ترلاسه كړو نو دغه وخت كراچۍ د نړۍ 5 خطرناكو ښارونو كښې شامله وه ??لې نن دلته حالات ښه دي او اوس د دې ښار شمېره د نړۍ په 100 خطرناكو ښارونو كښې هم نه كېږي۔ ده ??وئيل فاټا كښې مو حكومتي رټ په ځائې كړې۔ هر وګړې بدلون محسوسوي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ??وئيل د سټيل ملز او پي آئي اے مناسب حل د دغې نجكاري ده۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ??وئيل د اېل اېن جي په سوب د لوډشېډنګ ختمېدل ممكن شوے۔ په راروان ژمي كښی به د ګاز لوئے مقدار ترلاسه وي بياهم ځينې داخلي مسئلو سره به مخ يو۔ ده ??وئېل 20 څخه تر 30 فیصده اضافی ګاز به ترلاسه وي۔ ده ??وئيل پاكستان كښې د توان مسئلې ح?? د ګاز نه غېر ممكن نه وې۔ ایران۔پاکستان ګاز پائپ لائن منصوبه د نړيوالو بندېزونو په سوب مسئلو سره مخ وه۔ د دې يواځنې ح?? اېل اېن جي وه۔ وزيراعظم ووئېل زمونږ څخه وړاندې ح??ومتونو 7 ٬ 8 ځله د دې منصوبې لپاره هڅې وكړې ولې مونږ د 20 مياشتو په لږه موده ??ښې دغې ته عملي شكل وركړو۔ دا د نړۍ تر ټولو ارزان كنټرېكټ دے كوم كښې چې د حكومت څخه زيات اېل اېن جي پرائېوېټ سېكټر راوړي