اسلام آباد ۔ 21 نومبر (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن په نېشنل کمېشن فار هیومن ډوېلپمنټ (اېن سي اېچ ډي) زور راوړې چې د زده كوؤنكو شمېره زياتولو س??ه سره دې د استاذانو صلاحيتونه هم لا غوره كړې شي۔ د زده كړو س??ه سره د بېلو هنرونو ښودلو پروګرام سره به وګړو ته د روزګار موقعې وركولو كښې مرسته ترلاسه شي۔ دا خبره اولس مشر د نهې په ورځ ايوان صدر كښې د اېن سي اېچ ډي مشرې رزينه عالم سره د ملاقات په مهال وكړه چا چې اولس مشر ته د اېن سي اېچ ډي كلن راپور 2016ﺀ وړاندې كړو۔ په دې مهال د تع??يم او پېشه ورې تربيې وزير انجينئر بليغ الرحمن او نور اعلی چارواكي موجود وو۔ اولس مشر د كمېشن د سېوري لاندې د بېلو هنرنو ښودلو پروګرام ستائنه كولو س??ه ووئيل دې سره به نالوستې وګړو ته تع??يم وركولو س??ه سره دوئي هنرمند جوړ كړې شي او دغسې دوئي ته به د روزګار موقعې وركولو كښې مرسته ترلاسه شي۔ انجینئرمحمد بلیغ الرحمن اولس مشر ته ووئيل په هېواد كښې د زرګونو په شمېر لټرېسي مركزونه فعال كړې شوي۔ اولس مشر ممنون حسېن د كمېشن د انتظاميې كاميابۍ لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه او دوئي ته ئې د هرې ممكنې مرستې باور وركړو۔