اسلام آباد 08 فروری (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی وئيلي دي چې وفاقی حکومت د ګني د كروندګرو مسئلو څخه خبر ??ې خو د ګني د اخستلو او ټ??كلې شوې بيعې وركول ?? صوبائی حکومتونو په دائرہ کار كښې راځي٬صوبې دې په دې اړه خپلې ذمه وارۍ ترسره كړي۔ ده دا خبره د قامی غذائی تحفظ دوهم وزير سیّد ایاز علی شاہ شیرازی سره په خپلو خبرو كښې وكړې چا چې د زيارت په ورځ ده سره ليدلي۔ د ملاقات په مهال ده په سندھ صوبه كښې د ګنې كروندګرو او د هغوي د فصل اخستلو او ټ??كلې شوې بيعې په اړه د پېښو ستونزو څخه وزيراعظم خبر كړو۔ وزیراعظم ووئيل وفاقی حکومت د ګني د كروندګرو ستونزو څخه په بشپړه توګه خبر دے، د ګني د اخستلو او ټ??كلې شوي بيعې باورې كول ?? صوبائی حکومتونو په دائرہ کار كښې راځي خو وفاقی حکومت او وفاقی کابینې د كروندګرو په ستونزو د خپلو تشویش څرګندونې سره صوبو ته سپارښتنه كړې چې په دې لړ كښې خپلې ذمه وارۍ ترسره كړي دغسې چې كروندګرو له د فصل په وخت او د ټاكلې بيعې له مخې ادائیګی باوري كړې شي