اسلام آباد 01 مارچ (اے پی پی) د كورنيو چارو وزير احسن ا??با?? وئېلي دي اسلام آباد پوليس به نه يوازې د هېواد بلكې د سيمې لپاره مثال جوړولې شي٬څوك چې څومره هم طاقتور ولې نه وي په كوم كمزوري به ظلم نه شي كولې۔د زيارت په ورځ سېكرټرېټ تاڼه كښې د ماډل تاڼې پرانستې په موقع دستورې ته په خپل خطاب كښې د كورنيو چارو وزير احسن ا??با?? ووئيل درې كاله وړاندې د منصوبه بندۍ او پرمختګ وزارت وزير په حېث ما سپارښتنه كړې وه چې ماډل پوليس سټېشن دې جوړ ك??ی شي٬له بده مرغه په دې كار كښې تاخير وشو۔د كورنيو چارو وزارت چارج اخستو سره ما د دې منصوبې بشپړولو سپارښتنه كړې او نن د هغې تكميل دې٬په دې زه تاسو له مباركي دركوم۔ده ووئيل موجوده نړۍ د ټېكنالوجي او ډيجيټل انقلاب نړۍ ده٬مونږ له به خپل ځان د نوي دور تقاضو سره سمول وي ځكه چې د ټېكنالوجي سره نړۍ بدلېږي۔دې لپاره به مونږ له هم خپل ځان بدلول ??ي۔??ه ووئيل دا د سمارټ پوليسنګ دور دے كوم كښې چې د ټېكنالوجي څخه د استفادې كولو نه غېر د پوليسنګ تصور ممكن نه دے۔ده د اسلام آباد پوليس ته د سمارټ پوليس جوړېدو سپارښتنې سره ووئيل د اسلام آباد پوليس له به جديده ټېكنالوجي وركولې شي او دا به نه يوازې د هېواد بلكې د سيمې لپاره مثال ??ي۔??حسن ا??با?? ووئيل د كميونټي د مرستې نه غېر كاميابي مشكله ده٬د وګړو سره اړيكو جوړولو له به پوليس له تربيه وركولې شي او د اېس اېچ او لپاره د ليډر شپ ټريننګ كورس ته اړتيا ده دغسې چې د كميونټي باور ترلاسه كړې شي۔د دې څخه وروستو وفاقي وزير انسپكټر فياض رانجها٬انسپكټر انيس اكبر٬سب انسپكټر طارق سعيد٬هېډ كانسټېبل راشد يونس٬هيډ كانټسېبل سعيد ولي او د طاهر پشمول فرورۍ مياشت كښې په ښه كاركردګۍ تعريفي اسناد او انعامونه وركړل