اسلام آباد 15 اپرېل (اے پي پي) په لاهور كښې د سترې محكمې جج جسټس اعجازالاحسن په كور د ډزو دوه پېښې رامېنځ ته شوې دي۔ د ډزو نه پس د پاكستان ستر قاضي جسټس ميا ثاقب نثار هم ?? هغه كور ته ورسېدو او د پنجاب آئي جي عارف نواز خان ئې هم په موقع طلب كړو۔ د سترې محكمې وياند اے پي پي ته ووئيل چې س??ر قاضي په خپله د د?? مسئلې نګراني كوي۔ د ډزو د پېښې نه پس د پنجاب وزيراعلٰي پي اېس او هم ?? جسټس اعجازالاحسن كور ته لاړو خو د سترې محكمې انتظاميې هغه سره د ملاقات كولو نه معذرت وكړو۔ د يادونې وړ ده چې د جسټس اعجازالاحسن پشمول د سترې محكمې يو شمېر ججز اوسمها?? په لاهور كښې دي كوم چې په لاهور رجسټري كښې د مهم نوعيت د ځينې مقدمو اورېدنه كوي۔