اسلام آباد ۔ 9 مئی (اے پی پی) ??ول?? مشر ممنون حسېن وئيلي دي اسټريټ چلډرن زمونږ د زړه ټوټې دي۔ دوئي ??م په ټولو اسانيو يو ډول حق لري۔ ددې كوچنيانو وړاندې رواستلو كښې د مسلم هېنډ خذمات د ستائنې وړ دي۔ ??ول?? مشر د?? خبره د فټ بال نړيوالو مقابلو كښې ګډون كوؤنكو لپاره د مسلم هېنډ انټرنېشنل تر سېوري لاندې روسيه ته د تلونكي اسټريټ چلډرن ډلې سره خبرو كښی وكړه۔ په دې مهال د مذهبي چارو دو??م وزير پیر امین الحسنات شاہ او چیئرمېن مسلم هېنډ انټرنېشنل سید لختِ حسنین شاہ هم موجود و۔ ??ول?? مشر لوبغاړو ته نصيحت كولو سره ووئيل كله چې دوئي د لوبې مېدان ته كوز شي نو ځان بايد چا څخه كم نه شمېري او د خپل هېواد د عزت او سرلوړۍ جذبه هر وخت تر نظر لاندې ساتي۔ ??ول?? مشر ووئيل لوبغاړي بايد لوبو سره سره زده كړو ته هم خاص پ??م لرنه وكړي ولې چې زده كړې تر ټولو زيات لوئے طاقت دے كوم چې قامونه پورته كوي۔ په دې مهال دو??م وزير پير امين الحسنات شاه ووئيل د ژوند د ډېرو نعمتونو څخه محروم دا كوچنيان د كاميابۍ جذبې سره روسيه ته روان دي او مونږ هيله لرو چې دوئي به هېواد څخه لرې د هېواد بېرغ هسك وساتي۔