اسلام آباد ۔ 29 مئی (اے پی پی) دپلاننګ كمېشن دوهم چیئرمېن سرتاج عزیز وئيلي دي حكومت هېواد كښی د توان بحران ختمولو او د ټرانسپورټ او مواصلات څانګو ښه والي له كوټلي ګامونه پورته كوي۔ تېرو 5 كلونو كښی 10 زره مېګاواټ برېښنا قامي ګرډ كښې شامل كړې شوه چې له امله ئې هېواد كښې لوډشېډنګ كښې تر ډېره حده كمې شوې۔ ?? دې خيالاتو څرګندونه دوهم چيئرمېن سرتاج عزيز تېره ورځ د سنټرل ډوېلپمنټ ورکنګ ډلې غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ غونډه كښې د توان 3 منصوبې وړاندې كړې شوې په كومو كښې چې د 2 کھربه 34 ارب 92 کروړه 58 لکهھ 9 زره روپو لګښت د چشمه نیو کلئیر پاور پروجېکټ یونټ 3 او 4 منصوبې غونډې حتمي منظورۍ له اېكنك ت?? ولېږلې۔ او جھمپر۔ون 220 کے وی ګرېډ سټېشن كښې د پائلټ بېټری انرجی سټورېج سسټم لګولو له د 83 کروړ 67 لکهھ 4 زره روپو او د 3 اربه 9کروړه 86 لکهھ 12 زره روپو لګښت د درګئی هائیډرو الېکټرک پاورسټېشن منصوبې منظور كړې شوې۔ غونډه كښې د ټرانسپورټ اېنډ كميونيكشن 6 منصوبې وړاندې كړې شوې كومو كښې چې خېبر پختونخوا كښې اقتصادی راهداری له د 8 ارب 35 کروړ 7 لکهھ روپو منصوبه ٬ شیر شاہ سوری سړک څخه تر بېګم کوټ شېخوپورہ او تر مریدکے روډ جوړولو او اپ ګرېډېشن له د 4 ارب 72 کروړ 20 لكهھ 24 زره روپو منصوبه ، پېښور څخه تر طورخم موټروې جوړولو له د 41 ارب 44 کروړ 5 لکهھ روپو منصوبه، مردان څخه تر صوابۍ د سړك دوه رويه كولو له د 9 ارب 55 کروړ روپو منصوبه، د پاکستان ر??لوے موجودہ اېم اېل ون اوحویلیاں ته نزدې د ډرائي پورټ اپ ګرېډېشن له د 381038 ملین روپو منصوبه او د کورال انټر چېنج او جي ټي روډ اسلام آباد ترمينځھ د اسلام آباد هائي وے كنټرول رسائي راهدارۍ جوړولو له د 10 ارب 75 کروړ 3 لكهھ روپو منصوبه شامل ده۔ غونډې دا منصوبې حتمي منظورۍ له اېكنك ت?? ولېږلې