اسلام آباد 06 جون (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو٬قانون او انصاف او پارلماني چارو لنډ مهاله وزير بېرسټر سيد علي ظ??ر وئېلي دي قام له باور وركوو چې لنډ مهاله حكومت به دوه مياشتي آئيني موده كښې په وخت٬سپيځلې او بې پرې ټاكنې باوري كوي٬په آئين كښې د ټول ټاكنو لپاره د 60 ورځو څخه زيات ګنجائش نشته٬بلوچستان كښې د خراب موسم او په ځينو حلقو كښې د نوو حلقه بنديو سره ټاكنو كښې د تاخير كوم امكان نشته٬د چا په ضد چې كيسونه زير سماعت٬پلټنې يا ټرائل روان دي نو پھ هغې كښې لنډ مهاله حكومت مداخلت نه كوي٬عدالتونه آزاد دي بايد نېب او تحقيقاتي ادارې هم دومره آزادې كړی شي٬د چا په ضد چې كله وغواړي پلټنې وكړي٬نېب دا مهال ??كه زيات متحرك په ښكاري چې اوس نېب د طاقتورو كيسونه ګوري٬د برېښنا لوډشېډن??٬ط??ب او رسد شمېرې او د هغې حل څخه به ډېر زر قام خبر كړی شي٬په لنډ مهاله حكومت كښې شاملو وګړو خپل خپل كارونه پرېښې او د قام خذمات لپاره راغلي٬د اصلاحاتو لپاره تنقيد٬تجاويز او مشاورت لپاره تل دروازې پرانستې دي٬ټولو سياسي ګوندونو له به په ټاكنو كښې برخې اخستلو لباره برابر موقعې وركولې شي٬كه څوك پھ دې اړه كوم شك يا ګيله لري نو مونږ څخه دې رجوع وكړي٬داسې ټاكنې به كولې شي چې پھ تېر وخت كښې د ټاكنو نه پس رامخې ته شوې مسئلې به هم ختمې شي۔ده د شورو په ورځ پي ټي وي پروګرام كښې خبرې كولې۔وفاقي وزير بېرسټر سيد علي ظ??ر ووئيل لنډ مهاله وزيراعظم جسټس(ر)ناصر الملك د ل??ډ مهاله ??اب??نې لپاره زما انتخاب پخپله كړی او ما ته يې د اطلاعات او خپرونو٬قانون او انصاف او پارلماني چارو لنډ مهاله وزير چوكۍ سپارلې