اسلام آباد 12 ستمبر (اے پي پي) د پنجاب حكومت د پخواني وزيراعظم محمد ن??از شريف د كورودانې بېګم كلثوم ن??از په جنازه كښې ګډون كولو لپاره پخوانې وزيراعظم محمد ن??از شريف٬ د هغه لور مريم ن??از او زوم ك??پټ?? ﴿ر﴾ صفدر په پېرول خوشي كړي دي٬ جاتي امرا رائې ونډ لاهور سب جېل وګرځول شو ٬ په پېرول پنځه ورځې خوشې كېدو لپاره د پنجاب پخواني وزيراعلٰي شهباز شريف د پنجاب حكومت ته خ??است كړے و٬ په پېرول خوشي كېدل به 12 ساعتونو لپاره وي٬ د نوټې??يك??شن جاري كېدو نه پس درې واړه د خاص الوتكې د لارې لاهور ته لاړل۔ د نوټې??يك??شن له مخې د درې واړو بنديانو د اډياله زندان څخه تر جاتي امرا سفر به په پېرول كښې شامل نه وي۔ له بلې خوا د پنجاب داخله محكمې جاتي امرا سب جېل ګرځولې او په جاتي امرا كښې د جېل عمله هم په ځائ كړې شوې۔ د پنجاب داخله محكمې له مخې د محمد ن??از شريف پشمول درې واړه بنديان به تر جاتي امرا محدود وي۔ د نوټي??يك??شن له مخې د پنجاب كابينه به د خوشې كېدو د نور وخت ټاكنه كوي۔