اسلام آباد ۔28 اکتوبر(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ غونډه نن د ګل په ورځ ماښام 4 بجې پارلېمنټ هاؤس كښې كېږي۔ غونډه كښې به د پخواني وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په شمول د قامي اسمبلۍ 12 نوي ټاكلي شوي غړي سوګند پورته كوي۔ د نېب په تحويل كښې موجود د مخالفې ډلې مشر محمد شهباز شريف به هم په پروډكشن آرډر غونډه كښې ګډون كوي۔ د غ??نډې مشري به د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر كوي۔ دې نه وړاندې به د پارلماني ګوندونو په نمائندګانو مشتمل د هاؤس بزنس اېډوائزري كمېټۍ غونډه كیږي كومه كښې به چې د غ??نډې دورانيې پ?? شمول نورې چارې ترسره كولې شي۔ په نوې ټاكلې شويو غړو كښې د پاكستان تحريك انصاف 5 ٬ د مسلم ليګ (ن) 4 ٬ د مسلم ليګ (ق) 2 او د متحده م??لس عمل 1 غړے شامل دے