لاهور 11 نومبر(اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو ??فاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي د?? چې د نظرياتو جګړه په ټوپك نه بلكې په دليل كولې شي٬ الميه دا ده چې انشتار او ناام??ي خپرونكي دليل نه لري٬ په پاكستان كښې سياسي نه بلكې فكري بحران دے٬ زمونږ ايمان دے چې څوك سرور كونين حضرت محمد ﴿ص﴾ سره عشق نه لري٬ هغه مومن نه دے٬ وزيراعظم عمران خان رښتينې عاشق رسول دے٬ كوم چې كله هم د مدينې م??اركې په خاوره څپلو سره قدم نه دې ايښې٬ وزيراعظم په مدرسو كښې زده كړې كوونكو ماشومانو ??پاره هم غږ پورته كړے٬ په پاكستان كښې په سركاري كچه په وړومبي ځل ربيع الاول لمانځل كېږي۔ ده دا خبرې د اتوار په ورځ د پاكستان جرنلسټ فاؤنډېشن تر سيوري لاندې په ځائي هوټل كښې د عدم برداشت رجحان او د رياست ذمه وارې په عنوان يو سېمينار ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ د اطلاعاتو او خپرونو ??فاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل چې ځينې طبقو د دليل په ځائ د ټوپك په زور د خپلې رائې تپل عادت جوړ كړے كوم چې وائ?? چې پاكستان به بند كړو ځكه چې هغوي د مذهب په نوم سياست كوي۔ ده ووئيل چې په افغانستان كه د روسيې قبضه وي يا د نائن الېون پېښه?? د ??ې تعلق پاكستان سره د جوړولو هڅه كولې شي۔ امريكې د پاكستان نه پوښتنه كولو سره په افغانستان بريد نه دې كړے خو اثرات ئې مونږ زغمو۔ ده ووئيل چې د سترې م??كمې پرېكړه چا لوستلې هم نه ده چې اصل خبره څه ده او دا يوه فكري الميه ده۔ ده ووئيل چې مونږ د تشدد لار نه ده خپله كړې۔ ده ووئيل چې رياست تر څو د برابرې م??حول ورنه كړي٬ نو دا مسئله نه شي حل كېدې۔ ده ووئيل چې په پاكستان كښې په سركاري كچه په وړومبي ځل ربيع الاول لمانځل كېږي۔