زيارت 25 دسمبر (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ دوهم سپيكر قاسم خان سوري وئيلي دي چې د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې به د بابائے قوم قائداعظم محمد علي جناح د زرينو اصولو او افكارو له مخې پاكستان اسلامي فلاحي ر??اس?? جوړولو سره د ترهګرې٬ فرقه واريت او د تعصباتو خاتمه كولې شي۔ ده دا خبرې د نهې په ورځ په زيارت رېزېډنسي كښې د فرنټيئر كور بلوچستان ترسيوري لاندې د پاكستان باني قائداعظم محمد علي جناح د ول??دت ورځې په موقع د بېرغ هسكولو دست??رې ته په خپله وېنا كښې وكړې۔ په دې موقع د بلوچستان وزيراعلٰي جام كمال خان٬ د سدرن كمانډ كور كمانډر لېفټېننټ جنرال عاصم سليم باجوه٬ د فرنټيئر كور بلوچستان انسپكټر جنرل مېجر جنرال فياض حسېن شاه٬ د دفاعي پېداوار وفاقي وزير زبېده جلال٬ صوبائي وزيران٬ د قومي او صوبائي اسمبلې غړي او اعلٰي سول او عسكري چارواكي او قبائيلي مشران هم موجود وو۔ د قومي اسمبلۍ دوهم سپيكر په خپله وېنا كښې وو??يل چې د دسمبر 25مه د قائداعظم محمد علي جناح پشان د لوي شخصيت د ول??دت ورځ ده د كوم د لوړې حوصلې٬ جذبې او اصولو په وجه چې مونږ په آزاده فضا كښې سا اخلو كوم چې سره د ناروغې سخته خواري كولو سره ??اكستان جوړ كړو۔ ده وو??يل چې د پاكستان باني قائداعظم محمد علي جناح د زيارت پشان په تاريخي ښار كښې د خپل ژوند وروستې ورځې تېرولو سره ثابته كړې چې ټول پاكستان يو ډول اهميت لري۔ ده وو??يل چې قائداعظم محمد علي جناح د هندوانو او د انګرېزانو د سخت مخالفت سره ??م د شاعر مشرق علامه محمد اقبال خوب ته تعبير وركولو سره ??اكستان جوړ كړو۔ ده وو??يل چې مونږ ته به د دښمنانو سازشونه ناكامه كولو سره ??و موټې كېدو سره ??اكستان عظيم تر جوړولو لپاره د ترهګرې او فرقه واريت د ناسور خاتمه كول وي۔