اسلام آباد 22 جنوري (اے پي پي) د سعودي عربستان سمند??ي ځواك دوهم مشر فهد بن عبدالله د نيول هېډكوارټر دوره وكړه او د پاك سمند??ي ځواك مشر اېډمرل ظفرمحمود عباسي سره يې ملاقات وكرو۔نيول هېډكوارټر ته په راتلو د پاك سمند??ي ځواك مشر د سعودي عربستان سمند??ي ځواك دوهم مشر هركلے وكړو۔د پاك سمند??ي ځواك يوې چمتو ډلې ګران مېلما ته سلامي وركړه۔د سلامۍ څخه وروستو ګران مېلما سره چيف آف سټاف او په نيول هېډكوارټر كښې پرنسپل سټاف آفيسرز معرفي كړې شول۔ دې څخه وروستو فهد بن عبدالله د پاك سمند??ي ځواك مشر سره ملاقات وكړو۔ملاقات كښې په پېشه وره چارو او دوه اړخيزه سمندري شريكوالۍ د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د دوارو هېوادنو ترمينځه د مرستې په بېلو څانګو هم غور وشو۔ګران مېلما ته يو بشپړ بريفنګ وركړې شو۔د خپلې دورې په دوهم پړاؤ كښې به و??ئس اېډمرل فهد بن عبدالله لاهور او كراچۍ كښې نيول فيلډ كمانډز سره ملاقاتونه كوي۔د پاك سمند??ي ځواك او رائل سعودي نيول فورسز ترمينځه د ورورولۍ پخوانۍ اړيكې دي۔د رائل سعودي نيول فورسز جوړېدو كلونو په مهال د پاك سمند??ي ځواك لخوا وركړې شوي تربيتي آسانيو او تكنيكي مشاورت د دواړو هېوادونو د سمند??ي ځواكونو ترمينځه د نزدې اړيكو د ودې بنياد اېښودلې۔ د رائل سعودي نيول فورسز يو شمېر سينئر افسران پاكستان كښې تربيه كړې شوي۔ دا خبره د يادونې وړ ده چې فهد بن عبدالله د سعودي نيول فورسز درېم پرله پسې مشر دې كوم چې د پاكستان نيول اكېډمي ګريجوېټ دې۔د خپل منصب سنبهالولو څخه وروستو دا د ده اولنۍ غېر ملكي دوره ده كومه چې پاكستان سره د ده د نزدې تعلق څرګندونه كوي۔د ده دې دورې سره به د دواړو هېوادونو د سمند??ي ځواكونو ترمينځه اړيكې لا مستحكم شي