بیجنګ ۔ 6 فروری (اے پی پی) د پاکستان او چین ترمينځھ د كلتوري اړيكو او د دواړو هېوادونو د اولس ترمينځه د رابطو ودې له د كلتوري لوظنامې په اېګزېکټو پروګرام لاس ليك شوې۔ د پاكستان لخوا د اطلاعاتو او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب او د چين د كلتور وزير لو شوګانګ د چين لخوا ګډون وكړو۔ چین كښې د پاكستان سفير او دواړو هېوادونو اعلی چارواكي ??ه دې مهال موجود وو۔ په ك??توري لوظنامه كښې د دواړو هېوادونو ترمينځھ د فلم او براډ کاسټنګ ،آرټ او كلتور ٬ تعلیم اوتحقیق ، پرېس او پبلی کیشن ، د لوبو او د ځوانانو چارو كښې مرسته شامل ده۔ دواړه هېوادونه به د رېډیو، فلم او ټیلی وژن په څانګه كښې همكارۍ ته وده وركوي او د اطلاعاتو يو بل سره ګډولو په تګلاره به هم كار كوي۔ ریډیو پاکستان او چائنه ریډیو به يو بل سره د نړيوالو خبرونو تبادله ك??ي۔ پاکستان او چین به يو تربله ك??توري پلاوي او ډلې لېږي۔ نندارتونونه به ك??لې شي۔ فنكار به هم د يو بل تجربو څخه استفاده ك??لې شي۔ آرټ ګېلریز، تھېټرز او كلتوري نوادرات څخه به هم دواړهېوادونه استفاده ك??ي۔ د لوبو او د ځوانانو چارو په څانګو كښې به هم اړيكو ته وده وركولې شي۔ ??ه دې لړ كښې به د ځوانانو 100 كسيزه پلاوې د دواړو هېوادونو دوره ك??ي۔ د پاكستان او چين ترمينځھ په ك??توري مرستې اډانه لوظنامې سره به دوه اړخيزه ك??توري اړيكې مضبوطې شي او اولسي رابطو ته به وده ترلاسه شي۔ سي پېك د امن او سوكالۍ ستره لاره ده۔ دا د دواړو هېوادونو ترمينځھ د كلتوري او اولسي رابطو راهداري ده۔ دواړه هېوادونه به پاكستان كښې د آثار قديمه ساتنې او بحالۍ له په ګډه كار كوي۔