اسلام آباد 14 مارچ (اے پی پی) د دفاعي پیداوار وفاقي وزير رانا تنوير حسېن په ديوان ايمري كښې د قطر وزيراعظم عبدال??ه بن نصير بن خليفه التهاني سره ملاقات كړی۔وفاقي وزير په مشرۍ كښې پلاوي كښې د دفاعي حصول پارليماني سېكتر سردار منصب علي٬ډوګر٬د دفاعي پیداوار وزارت اېډېشنل ??ېكتر ميجر جنرل طارق غفور او د پاكستان په قطر كښې سفير شهزاد احمد شامل وو۔پاكستاني پلاوي په دو??ه كښې د 12 نه تر 14 مارچ 2018 كېدونكو دو??ا انټرنېشنل ميري ټائم دفاعي نندارتون او كنفرنس (ډي آئي اېم ډي اي ايكس)كښې ګډون لپاره د دو??ا په دوره دے۔وفاقي وزير د دواړو هېوادونو ترمينځه په دفاعي پیداوار او بېلو مسئلو او د مرستې په موجوده وضعه خبرې وكړې۔د دفاعي مرستې په اړه په شريكو اندېښنو بحث وشو۔شېخ ع??دالله د دفاع او سلامتيا په څانګه كښې د پاكستان د مرستې هركلے وكړو