اسلام آباد 14 اکتوبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې د پا??ستان او چين د اقتصادي لارې پروژه په حقيقت كښې داسې ګېم چېنجر پروژه ده د كومې څخه به چې نه يوازې پا??ستان بلكې ټوله منطقه ګټه ترلاسه كړي٬ حكومت د ترهګرې خاتمې او د برېښنا د بحران خاتمې لپاره موثر اقدامات كړي دي٬ِ زمونږ د معيشت پورټ پوليو رائزنګ پا??ستان ده۔ د خالي په ورځ بېلا بېلو نجي ټي وي چېنلو سره په خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل چې كله په كال 2013م كښې د پا??ستان مسلم ليګ ﴿ن﴾ حكومت راغلو نو د پا??ستان د دېواليه كېدو خبرې روانې وې او د ترهګرې زور هم و٬ په ټول هېواد كښې به 18 ٬ 18 ساعته لوډشېډنګ كېدو۔ ده ووئيل چې زمونږ په حكومت كښې د ترهګرې خاتمې او د برېښنا د بحران خاتمې لپاره موثر اقدامات شوي دي او نن د پا??ستان معيشت مستحكم د?? او د ترهګرې پېښې په ځانګړې توګه كمې شوې دي۔ ده ووئيل چې حكومت به آئيني موده پوره كوي ??و د دې نه پس به په كال 2018م كښې ټولټاكنې كېږي۔