اسلام آباد ۔ 06 نومبر (اے پی پی) د كورنيژ چارو وزير خواجه محمد آصف وئيلي دي د پا??ستان فعاله ګامونو په نتيجه كښې د ترهګرۍ نېټ ورك ختم شوے دے ۔ مونږ به خپله خاوره د كوم بل هېواد په ضد كارولو له ورنكړو۔ ده د ګل په ورځ د ”اختلاف کے بیچ قربت، ناموافق حالات میں تعاون کیلئے مواقع کی نشاندهی” په سرخط د پاکستان او امریکې دوه اړخيزه خبرو اترو څلورم پراؤ ته خطاب كولو۔ خارجه وزير ووئيل ?? خپلې دفاع او ګټو حفاظت زمونږ ترجيح ده۔ مونږ ?? خپل وطن ?? خپلواكۍ ساتنې له لوظي يو۔ ده ووئيل په سخت او كړكېچونو نړيوالو اړيكو كښې هېوادونه بايد د اوږدې مودې همكارۍ او مرستې ته خاص پا??لرنه وكړي۔ ده ووئيل افغانستان كښې امن او استحكام زمونږ هدف دے او مونږ په دې لړ كښې هر ممكنه مرستې كولو ته چمتو يو۔ خارجه وزير ووئيل پا??ستان افغانستان كښې د امن هڅو ترمخه نورو سيمه ايزو هېوادونو او د سارك په ډول سيمه ايزو تنظيمونو سره هم تماس نيولې۔ خواجه آصف ووئيل افغانستان سره د پولې انتظام ښه كولو له يو بل سره د استخباراتې معلوماتو ګډ??ل ډېر ضروري دي۔ ده ووئيل امريكا دې په وخت معلومات راكوي پا??ستان ب?? په خپله كاروائي كوي۔ سوئيلي آسيا لپاره د امريكا پا??ېسۍ او د هند كردار په اړه خواجه آصف ووئيل امريكې مونږ له باور راكړې چې افغانستان كښې د هند كردار به تر معاشي مرستې محدود وي۔ ده ووئيل پا??ستان هند سره اړيكې د معمول ترمخه كولو له د امريكې د درېمګړتيا كردار خوشبين ګڼړي ولې چې پا??ستان د سوليز ګاونډيتوب لپاره ټول عمري د بشپړه خبرو لاره خپله كړې۔ خواجه آصف سارك فعاله جوړولو او سيمه ايز تجارت ته وده وركولو له د ګامونو پورته كولو په حاجت زور راوړو ولې چې افغانستان كښې د استحكام نشتوالي په سوب دا منطقه د اوږدې مودې څخه ځپلې پاتې شوې۔ ده ووئيل نن چې افغانستان كښې څه كېږي د دغې تور په پا??ستان لګول مناسب نه دي ولې چې پا??ستان ډېرې قربانۍ وركولو سره خپله خاوره ترهګرۍ څخه پا??ه كړې او اوس دلته د ترهګرو پټ ځايونه نشته۔ وروستو خبريالانو سره خبرو كښې خارجه وزير ووئيل د پاکستان او امریکې دوه اړخيزه اړيكو كښې اختلافات يوازې غلط فهمۍ ده كومه چې د پرله پسې خبرو اترو د لارې لرې كېدې شي۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځھ د اعلی كچ رابطو لپاره لاره هواره كړې شوې او په مهمه منطقه كښې د امن هدف ترلاسه كولو له باور پېدا كولو له خوښي لرو۔ امريكائي سفير ډوېډ هېل دستورې ته ووئيل د سوئيلي آسيا په اړه د امريكې حكمت عملۍ مطلب د اجتماعي هڅو د لارې د سيمه ايزو شخړو غوره او بشپړه حل راويستل دي۔ ده ووئيل مونږ افغانستان كښې امن او روغه جوړه او د افغان اولس مرسته له خوښي لرونكو هېوادونو سر?? په ګډه كار كوؤ۔ ده ووئيل پا??ستان د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې بلها قربانۍ وركړې دي۔