اسلام آباد 15 فروری (اے پی پی) د پلاننګ كمېشن دوهم چيئرمېن سرتاج عزيز وئېلي دي اوبه پاكستا?? لپاره د امنيت معامله ده٬د ماحولياتي بدلون په سوب راروانو كلونو كښې به د اوبو موجوده ستو??زه لا زياته شي٬په دې ??تو??زه قابو موندلو له د اوبو پھ حقله قامي پالېسۍ جوړولو ته اړتيا ده۔ د دې ??يالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د اوبو په اړه د قامي پالېسۍ جاج اخستو له د شريكې ګټې كونسل لخوا د تشكيل كړی شوې كمېټۍ غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړه۔په غونډه كښې د برېښنا وفاقي وزير سردار اويس احمد خان لغاري٬ د اوبو وسائلو وزير سعيد جاوېد علي شاه٬د خېبرپښتونخوا چېف سېكتر٬د بلوچستان ايډېشنل چيف سېكتر٬د آبي وسائلو وفاقي سېكتر او نور اعلٰی چارواكي موجود وو۔سرتاج عزيز ووئيل اوبه پاكستا?? لپاره د امنيت معامله ده٬د ماحولياتي بدلون په سوب راروانو كلونو كښې به د اوبو موجوده ستو??زه لا زياته شي٬په دې ??تو??زه قابو موندلو له د اوبو پھ اړه قامي پالېسۍ جوړولو ته اړتيا ده كومه به چې صوبائي حكومتونو ته د ايكشن پلان تيارولو له يو تړلې فريم ورك وركړي۔په دې مهال سردار اويس لغاري په پالېسي فريم ورك كښې د اوبو د تحفظ په حاجت زور راوړو۔سيد جاوېد علي شاه د صوبائي حكومتونو او سټېك هولډرز ك??دار پھ ډاګه كړو۔د كمېټۍ راروانه غونډه به دوه اونۍ پس كېږي په كومه كښې به چې د پالېسۍ اولني ډرافټ له حتمي شكل وركولې شي