هرات 23 فروري (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي د تاپي ګيس پروژې په نتيجه كښې به د منطقې د كروړونو اولس د اقتصادي او سماجي حالت ښه والي له م??سته ترلاسه شي٬د منطقې د امن په وده كښې به هم مهم كردار لري٬د تاپي پائپ لائن او دې س??ه د تړلو نورو پروژو په نتيجه كښې به د غړو هېوادونو ترمينځه تاريخي اړيكې لا قوي شي٬د پاكستاني حكومت او اولس نه زيات بل څوك هم په افغانستان كښې امن او استحكام نه غواړي٬پاكستان په منطقه كښې د امن او پرمختګ علمبردار دے۔د جمعې په ورځ د لوېديز افغانستان په تاريخي هرات ښار كښې د تر??ما??ستان۔افغانستان۔پاكستان۔هند د ګاز پائپ لائن پروژې تاپي له م??ې د برېښنا٬آپټك فائبر او د نورو پروژو د بنياد تېګې اېښودو دستورې ته د وېنا كولو په مهال وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ووئيل په نننۍ دستوره كښې ګډون كول زما لپاره د اعزاز خبره ده٬زه د افغان اولس مشر هم مننه كوم چا چې د پروژې په پرمختګ كښې خپل كردار ترسره كړو۔وزيراعظم ووئيل د تر??ما??ستان اولس مشر قربان ګل بردي محمدوف د ګاز پائپ لائن چې كوم تصور وړاندې كړې ؤ هغه اوس د توان په لوري ګرځي۔په دې لاره كښې د انفارمېشن ټېكنالوجۍ٬ اقتصادي زون٬برېښنا او رابطو نورې پروژې هم شاملې شوي۔دا تاريخي منصوبې چې ورسره به د منطقې د كروړونو اولس د اقتصادي او سماجي حالت بهترۍ له م??سته تر لاسه شي او په منطقه كښې به د امن وده كښې هم مهم كردار ولري۔وزيراعظم ووئيل دا پروژه به د غړو هېوادونو ترمينځه تاريخي اړيكې لا قوي كړي۔ده د پاكستاني حكومت او اولس لخوا د دې پروژې په ترسره كولو كښې د هر ډول آسانيو او د مرستې لپاره د عزم څرګندونه وكړه۔وزيراعظم افغان اولس مشر په اردو ژبه م??اط?? كولو سره ووئيل د پاكستان حكومت او اولس په افغانستان كښې امن٬استحكام او پرمختګ لپاره پوخ عزم لري۔مونږ په منطقه كښې امن٬استحكام او پرمختګ لپاره پوخ عزم لرو۔زه افغان اولس ته وئېل غواړم چې س??اسو بريا زمونږ بريا ده۔ستاسو پرمختګ زمونږ پرمختګ دے او په افغانستان كښې امن په پاكستان كښې د امن برابر دے۔ده ووئيل هرات سره تعلق لرونكي جلال الدين رومي د امن پیغام وركړې٬مونږ ته د امن٬پرمختګ او خوشحالۍ د دغې پیغام خپرولو ضرورت دے۔