اسلام آباد ۔ 15 اګست (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ پخواني سپيكر او د پاكستان مسلم ليګ ن د قامي اسمبلۍ غړي اياز صادق د قامي اسمبلۍ غونډه كښې نوي ټاكلي سپيكر اسد قې??ر ته د سپيكر منصب په سنبالولو مباركي وركولو سره وئيلي دي سره د سياسي اختلافاتو بايد د يو بل احترام وكړې شي۔ ټولو له به پارلمان او پاکستان له په ګډه كار كول وي۔ ما د سپيكر په حېث مخالفې ډلې ته چې څومره وخت وركړې په دې ريكارډ ګواه دے۔ د الېكشن كمېشن كاركردګۍ ته ګوته نيولې شي۔ پارلمان له به د دغې جاج اخستل وي۔ خورشيد شاه ته هم په ښه مقابله كولو او د روايت په ځائې س??تلو مباركي وركوم۔ په پخوانۍ اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې لارښود په توګه د هغه د كردار ستائنه كوم۔ دشورؤ په ورځ خپل تقرير كښې ده ووئيل زه نوي ټاكلي سپيكر اسد قې??ر ته د سپيكر منصب په سنبالولو مباركي وركوم۔ ده ووئيل خورشيد شاه ته هم په ښه مقابله كولو او د روايت په ځائې س??تلو مباركي وركوم۔ ده ووئيل په كال 2013ﺀ كښې چې كله آصف علي زرداري د پاكستان اولس مشر ؤ نو يو جمهوري حكومت بل جمهوري حكومت ته اقتدار منتقل كړے ؤ ۔ دې څخه وړاندې كله داسې شوې نه وو شوي ۔ ده ووئيل زه ?? نواز شريف مننه كوم چا چې زه ??ې منصب لپاره ټاكلې ووم او د پخواني اولس مشر آصف علي زرداري هم چا چې ماته ووټونه راكړې وو۔ ده ووئيل سره د سياسي اختلافاتو بايد د يو بل احترام وكړې شي۔ ټولو له به پارلمان او پاکستان له په ګډه كار كول وي۔ ده ووئيل د پي پي پي ستائنه كوم چې كله د دهرنې په مهال استع??اګ??نې راغلې نو نواز شريف او د پي پي پي مشرتابه زما مرسته وكړه۔ سردار ایاز صادق ووئيل الېك??ن اېكټ د ټولو په صلا جوړ شو۔ مونږ ورته اختيارات وركړل