اسلام آباد 29 اګست (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزیر فواد چوهدري وئيلي دي پېمرا او پاکستان پرېس کونسل ختمولو نه پس به ډېر زر نوې پاكستان ميډيا رېګولېټري اتهارټي جوړولې شي ٬ پرنټ او سوشل ميډيا به رېګولېټ كوٶ ٬ تېر حكومت د اشتهاراتو په زور چلېدلو٬ مونږ د ذاتي تشهير لپاره په سركاري خرڅونو بشپړه بندېز لګولې۔ د شورو په ورځ د پارلمان نه بهر ده ميډيا ته ووئيل دا مهال د پېمرا الېكټرانك ميډيا او د پاكستان پرېس كونسل پرنټ ميډيا د معاملاتو كتنه كوٶ٬ مونږ پرېكړه كړې چې د پېمرا او پاكستان پرېس كونسل په قوانينو ??ښې بدلون كولو سره دې يوه اداره پاكستان ميډيا رېګولېټري اتهارټي جوړه كړې شي چې پ??ښې به د خپلې خپلې څانګې پوهان شامل وي٬ په دې لړ ??ښې به د ميډيا نمائندګانو او اړوندو پوهانو سره مشاورت كولې شي او پاكستان ميډيا رېګولېټري اتهارټي به جوړولې شې كومه چې به الېكټرانك ٬پرنټ او سوشل ميډيا رېګولېټ كوي او دې سره به د قامي وسائلو بچت هم وشي ٬ ده زياته كړه دا به د وظيفائي پوهانو او د ميډيا نمائندګانو پشمول د نړيوالې درجې ادار?? وي۔ وفاقې وزير فواد چوهدرې ووئيل د اطلاعات وزارت په ادارو ??ښې هم ګتور بدلون راوستلې كېږي ۔ فواد چوهدري ووئيل په پي ټي وي سنسر شپ ختم كړې شوې او مخالفې ډلې ته مناسب وخت وركولې كېږي٬ په كومې چې مخالفې ډلې له زمونږ مننه كول پكار دي۔ د اطلاعات وزير سېنېټ ??ښې د مخالفې ډلې په واك آٶټ خبره كولو??ښې ووئيل مسلم ليګ (ن) د ايوان نه ځكه بائيكاټ كړې ٶ چې د پي ټي آئي يو غړي په تېرو ورځو ??ښې په اشتهاري كمپائنونو د سركاري خرڅونو تفصيلات غوښتي وو ځكه چې تېر حكومت په يو كال ??ښې د اشتهارونو په مد ??ښې 23 اربه روپۍ خرڅ كړې وې۔ ده ووئيل ھغه وخت هم عمران خان وئيلي وٶ چې حكومت په اشتهارانو روان دے ٬ د سركاري اشتهاراتو پحقله حكومت يوه كمېټي جوړه كړې٬ ده ووئېل ذاتي تشهیر لپاره به سركاري پېسه نه كاروو۔ ده ووئيل وزیراعظم عمران خان د سېنېټ په غونډه ??ښې ګډون كولو سره خپل نقطه نظر وړاندې كړې او په وړومبۍ و??ځ د سېنېټ په غونډه ??ښې ئې ګډون كړې او پارلمان له ئې اهميت وركړې۔ ده ووئيل پخوانې وزيراعظم به د سېنېټ غونډې له په دې نه راتللو چې هلته ئې اكثريت نه لرلو۔ وفاقي وزير ووئيل وزیراعظم عمران خان وفاقي وزيرانو ته امر كړې چې پارلمان ته اهميت وركړئ او د پوښتنو ځوابونه وركړۍ ځكه چې قام خپلو ټاكلي شوي نمائندګانو ته ګوري ۔ ده ووئيل پي ټي وي نېشنل په پي ټي وي سياست بدلوٶ دغسې چې ھغه پارلمان٬ صوبائي اسمبلۍ او د قائمه كمېټو غونډې نېغ په نېغه اولس ته وښائي ٬ وفاقې وزير ووئېل په دې لړ ??ښې به اولس ته اندازه وشي چې مخالفه ډله د بې توقيرۍ څرګندونه كوي يا حكومت ۔ د مولانا فضل الرحمان د صدارتي كانديد كېدو پحقله د اطلاعات وزير ووئيل كوم كس چې پارلمان ته جعلي او بوګس وائي ھغه دې پارلمان نه ووټ اخستو سره اولس مشر جوړېدول غواړي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د اولس مشر ووټ لپاره پارلمان حلال وي او ھغه لپاره دا حلال دي ۔ فواد چوهدري ووئيل تېره ورځ چې د كابينې په غونډه ??ښې كومې پرېكړې شوې حكومت ھغه په جدي توګه اخلي۔ وفاقي وزیر ووئيل د پيپلز ګوند لارښود اعتزاز احسن يو سنجیدہ او نوموړې شخصيت دے ھغه د اولس مشر په ټاكنو ??ښې برخه اخلي٬ په اوسنۍ و??عه ??ښې صدارتي ټاكنې يو اړخيزه ښكاري٬ ده ووئېل عارف علوي به په واضح اكثريت سره كامياب شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ??ښې ده ووئيل د چيف اېګزېكټو په حېث د وزیراعظم امنيت باوري كولو لپاره رياست لپاره ضروري ګامونه پورته كول وي٬ د ھغه امنيت ضروري دے٬ كوم خلق چې عمران خان پېژني ھغوي ته معلومه ده چې د پروټوكول عادت نه لري۔ ده په ډاګه كړه چې وزیراعظم د خپلې قافلې د امنيتي ګاډو خرڅونه او په سړكونو د تګ راتګ په مهال اولس د زحمت نه بچ كولو لپاره چورلكه كاروي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د نواز شر??ف د زندان ټرائل پحقله پرېكړه عدالت له كول دي او د ميډيا د مثبت تنقيد به هركلے كوٶ